IQNA

په ټيلیویژن کې د زلمیو  قاریانو تلاؤت او د رهبرۍ د ستر مقام ستاینه

7:45 - April 27, 2024
د خبر لمبر: 3489113
ایکنا – د زلمیو قاریانو په وسیله د قرآن کریم د یوې سپارې هره ورځ  د تلاؤت پروګرام  چې  دټيلیويژني له قرآن چینله خپریږي،  په وروستیو شپو ورځو کې د اسلامی انقلاب د ستر مقام د ستاینې وړ ګرځیدلی دی.

ایکنا نیوز د  ملی رسانۍ د عمومی اړیکو  ددتفر  او د حزب الله ۴۴۱ شمیرې خپرونې  په استناد راپور راکوي، د زلمیو قاریانو په وسیله د قرآن کریم د  هرې ورځې د یوې سپارې  د تلاؤت پروګرام چې  د حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها په سپيڅلی حرم کې  د ښونځيو د  څه دپاسه دوه سوه زده کونکو په شتون سره ریکارډ شوی او هره ورځ د ټيلیویژن له قرآن چینله  د ورځې یوې بجې حپریږي،  په وروستیو شپو ورخو کې د  رهبرۍ د ستر مقام له خوا ئې ستاینه او قدرونه  شوې ده.

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي ددغو قرآنی محفلونو د ترسره کونکو، د ټيلیویژن د قرآن چینل  او د حضرت معصومه بی بی سلام الله علیها  د مقدس آستان په ستاینې  سره او د دغو زلمیانو  د بشپړ او تجویدي تلاؤنونو په قدرونې سره وفرمائيل؛ له ملی رسانۍ مې دغه پروګرام په دوامدار توګه ولید، ترسره کیدا ئې ،یو ډير لوړ اقدام دی ،ما له دغه قرآنی محفله  جدا ډير  خوند اخلم اوو ډیر وختونو مو زړه نه غواړي ، چې ورڅخه پاڅم او لاړشم؛::

https://iqna.ir/fa/news/4212339

captcha